اسلام آباد۔30اکتوبر (اے پی پی) نګران داخ??ه وزير سرفراز ب??ټي وئيلي دي دھرنا او احتجاج د سردار اختر مېنګل او د هغه د ګوند حق دے خو دې لپ??ره د انتظاميې لخوا اجازه ضروري وي٬ مونږ به هغه سره خبرې اترې كوؤ او محدود مېنډېټ سره چې څه هم كولے شوؤ هغه به كوو٬ د پارلیمان په بشپړېدو بايد د بې دركه كسانو په معامله بحث وكړے شي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سېنېټر مياں رضا رباني د اعتراض په نكته داخ??ه وزير ووئيل بلوچستان نېشنل پارټي(مېنګل) په تېرو پنځو كلونو كښې د حكومتونو برخه پاتې شوې ٬ په ورستيو ورځو كښې دې ته د بلوچستان په حكومت كښې د شاملېدو موقع هم وركړې شوه٬ د پارليمان فورم دې ګوند سره ؤ ٬ بی اېن پی (مېنګل) ته په اسلام آباد كښې د پرېس كلب مخې ته د دھرنې اجازه انتظاميې وركړې وه خو دا ګوند رېډ زون ته راغلو او په احتجاج كوؤنكو كښې پخواني پارليماني غړي هم شامل دي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې د بې دركه كسانو د مسئلې بېل سوبونه دي۔ ده ووئيل د پارليمان بشپړېدو څخه وروستو دې په دې مسئله داسې قانوني سازي وكړې شي چې كوم كسان په شرخوښۍ كښې ككړ دي د هغوي په ضد به امنيتي ځواكونه كارروائي كولې شي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې بی اېل اے، بی اېل اېف، لشکر بلوچستان په شرخوښو فعاليتونو كښې ككړ پاتې شوي او هغوي د عامو وګړو او امنيتي اهلكارو په ضد ك??رروايۍ كړې دي۔ په كوئټه كښې چې كوم كسان له سلو كلونو څخه مېشته وو هغوي مجبوراً دغې ځائے څخه كډه وكړه۔ ده ووئيل دھرنا او احتجاج د اختر مېنګل او د هغه د ګوند حق دے مونږ به يۍ چېلنج نه كړؤ خو دې لپ??ره اجازه اخستل وي۔ ده ووئيل رېډ زون كښې د احتجاج اجازه چاته هم وركړې كېدې نه شي۔ اوس دوي دلته راغلي دي نو دوي سره به خبرې اترې وكړؤ٬ د دوي خبره به واورؤ او په محدود مېنډېټ كښې چې څه هم كولې شوو هغه به وكړؤ
دھرنا او احتجاج د سردار اختر مينګل او د هغه د ګوند حق دے٬ هغه سره به خبرې اترې كوؤ٬ نګران داخله وزير سرفراز بګټي
Love Butterfly Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج