اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دې د پاكستان جوړېدو 75 كاله په بشپړېدو د ډائمنډ جوبلې خوشحالو او مباركۍ په موقع د ’’عزم عالي شان، شاد رهے پاكستان‘‘ په عنوان خاص “لوګو” جاري كړے شوے، دا پاكستان سره د مينې او د هغه عزم تجديد دے چې زمونږ مېړنو عظيمو اتلانو او شهيدانو چې په كوم عزم سره پاكستان جوړ كړے ٶ په ھغې عزم به په معاشي توګه يو پاكستان مضبوط او خودانحصاره ، فلاحي مملكت او په دفاعي لحاظ سره ناقابل تسخير هېواد جوړوٶ۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې مريم اورنګزېب ووئيل د دې مقصد دا دے چې د پاكستان جوړېدو حققيي مقاصد تر لاسه شي او د اولس په ژوند كښې ھغه آسانۍ راشي د كومو خوب چې د نيمې وچې مسلمانانو ليدلے ٶ او د معاشي خود انحصاري په وژن د پاكستان ځوانان په حقيقي معنو كښې د قام معماران شي، دې ووئيل زمونږ ځوانان به د تعليم، روزګار، كاروبار او د ژوند په ټولو څانګو كښې وړومبۍ دسته جوړېږي، مونږ به خپل ځوانان فيصله ساز جوړوٶ۔ د اطلاعات وزيرې ووئيل د پاكستان جوړېدو غوندې د يو اسلامي فلاحي٬ پرمختللي او په معاشي توګه د خپلواكه پاكستان خوب به هم تعبير ومومي
د پاكستان جوړېدو 75 كال د ’’عزم عالي شان، شاد رهے پاكستان‘‘ په عنوان خاص “لوګو” جاري كړے شو ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير مريم اورنګزېب ټويټ
مضمون کا ماخذ : راکی