دوحه 29 فروری (اے پي پي) خا??جه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان انډونېزيا سره خپلو اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري. ده دا خبرې د خالي په ورځ په دوحه كښې د افغان امن عمل كنفرنس په موقع د انډونېزيا خا??جه وزيرې رتنو مارسودي سره د ملاقات په مهال وكړې. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو، د افغانستان د امن په عمل او په هندوستان كښې د تشدد روانو پې??و پشمول په منطقه كښې د امن او امان په مجموعي صورتحال خبرې وكړې. خا??جه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې پاكستان انډونېزيا سره خپلو اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري. د انډونېزيا خا??جه وزيرې د افغانستان د امن په عمل كښې د پاكستان د سولې د كردار ستائنه كولو سره په دې لړ كښې د انډونېزيا لخوا د بشپړه مرستې كولو باور وركړو.
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔