اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیكر ??سد قيصر وئېلې دي تيره ورځ د لاهور پيښې اېف آئی آر كښې نامزد شوے د قامی اسمبلۍ غړے رانا تنویر حسین دې خپل تحریك استحقاق جمع كړي ?? په هغې به كارروائی كولې شي۔ د شورو په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته خواجه محمد آصف ووئيل تيره ورځ د رانا تنویر حسین په ضد د لاهور پيښې پرچه شوې حالانكه سپیكر ګواه دے چې رانا تنویر حسین تيره ورځ نه يواځې په غونډه كښې موجود ؤ بلكه سپیكر چیمبر كښې هم ناست ؤ۔ خارجه وزیر شاه محمود قریشی ووئيل واقعی رانا تنویر حسین تيره ورځ په موقع موجود نه ؤ۔ بايد د هغه نامه نه وه راغلې كه بغير د څه جوازه د هغه نا??ه راغلې وي نو مونږ ئې ملګرتيا كوو۔ رانا تنویر حسین دې په دې اړه تحریك استحقاق وړاندې كړي۔ را??ه پرویز اشرف ووئيل مونږ د ایوان ماحول خرابول نه غواړو۔ دا معزز ایوان دے ‘د ټولو عزت يو برابر دے۔ د خارجه وزير الفاظ دې حذف كړے شي
د لاهور پيښې اېف آئی آر كښې د نامزد شوي غړي رانا تنویر حسین په تحریك استحقاق به كارروائی كوم
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش