اسلام آباد 11جولائی (اے پی پی)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې وفاقي وزيرې شيري رحمان وئېلي دي ريچارج پاكستان پروجېكټ لپاره د 77.8 ملين ډالر فنډنګ منظوري وركړی شوه۔ د ري چارج پاكستان منصوبې اطلاق به په راروانو 7 كلونو كښې كولې شي۔ د نهې په ورځ په خپل ټوېټ كښې دې ووئيل د دې منصوبې مقصد په ماحولياتي نظام اډانه د ايډاپټېشن اقدامات پېل كول دي چې ورسره د سېلاب اوبه جمع كول٬ فلډ رسك منيجمنټ٬ ګڼ شمېر ترجيحي سيمو كښې ګرين انفراسټركچر په ځاې كول او د ماحولياتي بدلون ځپليو صلاحيت زياتول دي۔ دې ووئيل د ري چارج پاكستان منصوبې منظوري د پاكستان حكومت مهمه كاميابي ده۔دا منصوبه به د ماحولياتي بدلونونو په اثراتو قابو موندلو كښې زياته مرستياله ثابت شي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج