اسلام آباد۔19فروری(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سماجی او اقتصادی پرمختګ لپاره په مالياتي څانګه كښې د ډیجیټل بدلون د لارې د ټولنې محرومو ډلو او په خاص توګه د مېرمنو او خصوصي وګړو د معيشت په مركزي چوكاټ كښې د شاملولو په حاجت زور راوړے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د هوسټنګ بزنس نېټ 2024 دريم ايډيشن ته خپل خطاب كښې وكړه۔ بزنس نېټ د مالياتي شموليت او ډیجیټل بدلون ته د ودې وركولو يو پلېټ فارم دے۔ په دستوره كښې د كاروباري او سفارتي ورورولۍ وګړو ګډون وكړو۔ صدر مملكت د كروړونو ځوانانو ووټرانو لخوا په جمهوري نظام د باور څرګندونې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان د 2 کروړه 60 لكه سكول څخه بهر كوچنيانو په تعليمي نظام كښې له شاملولو پرته هېواد پرمختګ كولے نه شي۔ ده ووئيل زمونږ د ودانې دومره لويې برخې ته د زده كړو آسانۍ وركولو له د زرګونو په شمېر نوې سكولونو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل كه دې معاملې ته پام ونه ګرځولے شو نو پاكستان به خام افرادي قوت د كوم ویلیو ایډیشن نه غېر برآمد كري۔ صدر مملكت ووئيل بېنك مېرمنو ته په آسانو شرطونو قرضې وركوي بياهم مېرمنو لپاره د مائیکرو کرېډټ آسانيو په اړه پوهاوې شتون نه لري۔ ده په بېنكونو زور راوړو چې هغه دې د اولس دوسته مصنوعاتو او خذماتو د لارې په لرې پرتو سيمو كښې کېش لېس بېنکنګ معارفي كړي۔ په دې موقعه خپل خطاب كښې د ایئر لنکس کمیونیکیشن سی ای او مظفر پراچه ووئيل د معيشت ډیجیټلائزیشن د مالیاتی شمولیت پلو اولنے ګام دے۔ دې څخه وړاندې صدر مملكت د تکنیکی او ډیجیټل بدلون دلارې مالياتي شموليت زياتولو له كمپنيو ته د هغوي د خذماتو په اعتراف كښې شيليډز وركړل۔
سماجي او اقتصادي پرمختګ له به د ډيجيټل بدلون د لارې د ټولنې محروم ډلې د معيشت په مركزي چوكاټ كښې شاملول وي ٬ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات