اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) پارلماني چارو لپاره نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي حکومت د سرکاري ملکيتي ادارو زيان كمولو لپاره يو شمېر اقدامات كړي٬ د دې سركاري ادارو د نجكارۍ پشمول د نورو اصلاحاتو پرېكړه به نوے ټاكلے حكومت كوي۔ د ګل په ورځ د سېنټ په غونډه كښې د سنېټر مشتاق احمد د هېواد د سركاري ملكيتي دارو د كاركردګۍ په اړه په تحريك بحث راغونډولو كښې وفاقي وزير ووئيل د سركاري ملكيتي ادارو زيانونه ختمولو كښې څوك اختلاف نه لري خو د دې زيانونو ختمولو په اړه بېلا مختلف موجود دي٬ ځينې خلق دا ګڼي چې نجكاري ئې يواځې حل دے٬ ځينې خلق دا ګڼي چې په پروفيشنل ډول بهتري راوتلې شي٬ په دې لړ كښې به حتمي پرېكړه نوے ټاكلے حكومت كوي۔ ده ووئيل د 200 نه زياتې ادارې د زيان سره مخ دي٬ په دې پكښې پاور٬ فنانس او د کميونيکيشن ادارې شاملې دي۔ د خزانې وزارت رپورټ له مخې د دې ادارو زيان 730 اربه روپۍ دے٬ د ګټورو ادارو مجموعي ګټه 570 اربه روپۍ ده ٬ ده ووئيل نېټ لاسز 160 اربه روپو ته نزدې دے ٬ په دې زيانونو كښې پاور سيکتر، پي آئي اے، اېن اېچ اے، ريلوېز اور سټيل ملز شامل دي۔ د اېن اېچ اے زيانونه 170 اربه روپو ته نزدې دي۔ ده ووئيل حكومت د دې زيانونو كمي لپاره ځانګړې اصلاحات كړي٬ په ستمبر كال 2023 كښې رياستي ملکيتي ادارو په اړه پاليسي منظور كړې شوه او د دې ادارو د كاركردګۍ جاج لپاره د خزانې وزارت سنټرل مانيټرنګ يونټ جوړ كړے ٬ د اېن اېچ اے پشمول په بېلا بېلو ادارو كښې اصلاحات لپاره قوانين كښې بدلون شوے ٬ د نورو اصلاحاتو په اړه پرېكړه به ايوان او ټاكلے حكومت كوي٬ سينيټرز مشتاق احمد، ثانيه نشتر، محمد اکرم، کامل علي آغا، صابر شاہ او سيف اللہ ابړو هم په بحث كښې برخه اخسته ٬ د دې نه وروستو د پېنل آف چيئرپرسن تحريك ترسره كړے شو۔
حکومت د سرکاري ملکيتي ادارو زيان كمولو لپاره يو شمېر اقدامات كړي٬ د دې سركاري ادارو د نجكارۍ پشمول د نورو اصلاحاتو پرېكړه به ټاكلے حكومت كوي۔ وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار