اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو او قانون وفاق وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي په تېر وخت كښې قومي بيانيې ته پام نه دې ګرځولې شوې٬ انفارمېشن وار فيئر او پروپېګنډې نوې ټېكنالوجۍ بدلې كړې دي٬ تر كومې چې مونږ خپله بيانيه وړاندې كول او د بل د بيانيې ځواب كول زده نه كړؤ تر دغه وخت به زمونږ قامي سلامتيا خطر سره مخ پاتې وي۔ هندي حكومت او د ډس انفولېب ذمه وارو په ګډه د پاكستان په ضد مهم پېل كړې٬ 850 وېب سائيټس موندلې شوي دي كوم چې هندوستان د پاكستان په ضد پروپېګنډې لپاره جوړ كړې وو۔ ددې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د خالي په ورځ اسلام آباد سېکورټی ډائیلاګ ته خپل خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل نېشنل سېکورټی اېډوائزر معید یوسف په غوره ډول خپلې ذمه وارۍ ترسره كړې٬ هغه په زړه پورې فورم ترتيب كړو په كوم كښې چې د ټولې نړۍ خلق دلته راغلې دي۔ ده ووئيل د اطلاعاتو وزارت اېکسټرنل پبلسټی ونګ بجټ يو څو كروړه روپۍ دې كوم به چې لا ښه كول وي۔ ده ووئيل په هند كښی ټاك شوز يا نيوز ميډيا زمونږ د نيوز ميډيا نه زياته مضبوطه ده۔ ده ووئيل د كال 1970 په لسيزه كښې پاكستان د نړۍ درېم لويې فلم مېكر هېواد وو٬ په 2005 كښې مونږ په فلم سازۍ كښې صفر ته راغلو۔ ده ووئيل نور مقدم کېس يو كرمنل كېس وو ٬ يو هندي چېنل په دې كېس د څو سوو دقيقو وېډيوز جوړ كړل په كوم كښې چې ووئيلې شؤ چې پاكستان كښې مېرمنې محفوظ نه دي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې نزدې 150 چېنلونه دي كومو كښې چې 43 نړيوال چېنلونه دي۔ ده ووئيل دلته ميډيا آزاده ده۔ ده ووئيل په كوېت د عراق بريد نه علاوه د كال 1947 نه پس په نړۍ كښې كوم هېواد په بل هېواد قبضه نه ده كړې۔ او دا ځكه چې په نړۍ كښې د جنګ تصور بدل شوې دې۔ ده ووئيل كه د افغانستان د کلاسک وار ډیفنېنشن وكړې شي نو امريكا دغلته په 3 ساعته كښې جنګ ګټلې وو د دې باوجود به دا وئيلې كېدل چې امريكا په افغانستان كښې جنګ ګټلې نه شي ولې چې امريكا دغلته مستحكم سياسي نظام ورنكړې شو۔ ده ووئيل پاكستان كښې د وزيراعظم عمران خان په ضد تحريك عدم اعتماد راوړلې شوې دې ٬ وزيراعظم يوازينې لارښود دې كوم چې وائي چې كه زما قوم ته عزت وركوې نو زه به دې عزت كوم۔ ده ووئيل د اطلاعاتو وزارت كښې مونږ ډیجیټل میډیا ونګ جوړ كړې كوم چې د نړۍ د كوم هم ډیجیټل میډیا ونګ برابر كار كوي ٬ اے پی پی مونږ ډیجیټل نیوز ایجنسی جوړه كړه۔ ده ووئيل چې مونږ اقتدار ترلاسه كړو نو پی ټی وی 41 کروړ روپۍ خسارې سره مخ وه او د روان كال په مهال يۍ د 4 اربه روپو ريونيو ترلاسه كړې ده۔ يوازې د پي ټي وي سپورټس ريونيو 2.1 اربه روپۍ ده۔ ده ووئيل تر كومې چې مونږ خپله بيانيه وړاندې كول او د بل د بيانيې ځواب كول زده نه كړؤ تر دغه وخت به زمونږ قامي سلامتيا خطر سره مخ پاتې وي۔
په تېر وخت كښې قومي بيانيې ته پام نه دې ګرځولې شوې٬ هندي حكومت او د ډس انفولېب ذمه وارو په ګډه د پاكستان په ضد مهم پېل كړې٬ 850 وېب سائيټس د پاكستان په ضد پروپېګنډې لپاره جوړ كړې شول٬ چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس