اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) وفاقی کابینې د برېښنا د تعطل غوندې پېښو مخنيوي لپاره د يوې جامع تګلارې جوړولو سپارښتنې سره د توان عادتونو خپلولو لپاره په ټول هېواد كښې د خبرتيا كمپائن چلولو منظوري وركړې چې له مخې به ئې د توان بچت عادتونه په عامه او نړيواله كچه رائج كولو له تګلاره په تعلیمی نصاب كښې شاملولې شي، د توان بچت قامی رویې كښې بدلون سره به نه يواځي د اربونو روپو غیرملکی زرمبادله بچ شي بلكه په انفرادی كچه به په بلونو كښې 30 نه تر 40 فيصده كمے هم اوشي، د کابینې غونډه كښې ووئيل شول په تيرو 7 كلونو كښې د پټرولیم مصنوعات امپورټ بل يو په دوه زيات شوے، وزیراعظم د برېښنا بلونو په تعطل د سخت خفګان څرګندوني سره د اطلاعات او خپرونو وزارت بریفنګ وستائلو او په ټول هېواد كښې ئې د خبرتيا كمپائن چولو سپارښتنه وكړه۔د نهي په ورځ د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د وفاقی کابینې غونډه وشوه۔ کابینې په هېواد كښې د برېښنا په نظام كښې راغلے لوي تعطل په سباؤن كښې د رامخې ته كيدو مخنيوي او د هغې وجه جوړيدونكو عوامل له د مستقل مخنيوي لپاره د يوې كوټلي تګلارې د جوړولو سپارښتنه وكړه دغسې اولس له د برېښنا ، اوبو ، ګاز پشمول د ټولو وسائلو د بچت عادت خپلولو او د هغې د اهمیت څخه خبرتيا لپاره د وزيراعظم د خبرتيا كمپائن منظوری وركړې ، ده ووئېل د توان بچت عادتونه به عام كولې شي او په نړيواله كجه رائج تګلارې دې په تعلیمی نصاب كښې شاملې كړې شي،په سرکاری، نجی ، كورونو او تجارتی ځايونو د برېښنا ، ګاز ، اوبو بچت سره به د پټرولیم مصنوعات امپورټ بل كښې هم ښكاره كمے راشي كوم چې په تيرو 7 كلونو كښې يو په دوه شوے۔ ده ووئېل د توان بچت قامی رویه كښې بدلون سره به نه يواځي د اربونو روپو غیرملکی زرمبادله بچت شي بلكه په انفرادی كچه به د اولس په بل كښې د 30 نه تر 40 فیصده ښكاره كمے راشي۔ وزیراعظم تيره ورځ په ( 23 جنوری 2023) په هېواد كښې د برېښنا په تعطل د سخت خفګان څرګندوني سره ووئيل اولس او کاروباري ورورولي چې څه ډول تکلیف او پریشانۍ سره مخ شوي،هغه د نه قبلولو وړ عمل دے۔ سباؤن كښې به دا ډول پېښه ونه زغملې شي ۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې اولس او د کاروباری ورورولۍ مشکل او خفګان سره د مخ كوونكو ذمه وارو تعين دې وكړے شي۔ وزیراعظم دا هم سپارښتنه وكړه چې د برېښنا د تعطل سبب جوړيدونكې عوامل دې په ګوته كړے شي او داسې اقدامات دې باوري كړے شي چې سباؤن كښې دا ډول صورتحال راپیدا نه شي۔ کابینې ته ووئيل شول د برېښنا په تعطل د وزیراعظم د اړخه د جوړې شوې اعلی پائې کمېټي پلټني پيل كړي۔ کمېټی به د ټولو حقائق جاج اخستو سره رپورټ وړاندې كوي۔ د توان وزیر کابینې ته ووئيل ابتدائی رپورټ له مخې دا پېښه سهار په 34 ۔ 7 بجې نارتھ ساﺅتھ ټرانسمیشن لائن كښې د فنی خرابۍ ، برقی رو كښې په سمدستي توګه رامخې ته شوې فریکوینسی كښې د تعطل په نتيجه كښې رامخې ته شوې ٬ د دې نه پس د برېښنا ترسیلی نظام د خودکاره حفاظتی نظام ترمخه بند شوے۔ده ووئيل د وزیراعظم سمدستي نوتس او سپارښتني نه پس په ټول هېواد كښې د برېښنا بحالۍ لپاره ټول وسائل كارولو سره په 23 جنوری د شپې تر 10 بجو ټولو لويو ښارونو كښې برېښنا بحال شوې ۔په هېواد كښې ټول 1112 ګرډاسټیشنز نن د نهي په ورځ سهار تر 5 بجو بحال شوي او د برېښنا وركړه باوري شوې ۔ده ووئېل دغسې د وزیراعظم په خصوصی هدایت د ګاز څخه د برېښنا جوړيدونكې پاور پلانټس په سمدستي توګه چولوې شوي او د هغې څخه د برېښنا پیداوار پيل كړے شوے دغسې چې د برېښنا تعطل سره رامخې ته شارټ فال پوره كړے شي۔ نیوکلیئر او سكارو څخه چليدونكې بجلی ګھر د مروجه طریقه کار له مخې چلولو كښې يو دوو ورځو ته اړتيا ده۔ غونډه كښې وفاقی وزیرې مرېم اورنګزیب کابینې له د توان بچت لپاره د قامي خبرتيا كمپائن په اړه تفصیلی بریفنګ هم وركړے ۔د دې كمپائن څخه وړاندې وزارتِ اطلاعات د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل جامع سروے کړې چې له مخې ئې وګړو كښې د توان بچت اقدامات څخه خبرولو په اړه رائے ترلاسه كړې شوې۔ د سروے نتيجې او د وګړو رحجانات تر مخه د وزرات د اړخه يو خصوصي كمپائن جوړ شوے چې پكښې د وګړو عادات، د ژوند طرز ، سوچ او رویو بدلولو ته خاص پام لرنه كولې شي۔ په دې لړ كښې به د پرنټ، الیکټرانك، آؤټ ډور، سوشل میډیا او رائے عامه جوړونكو كسانو او پوهانو مرسته اخستلې شي۔ دا كمپائن به د سرکاري او نجی ادارو په اشتراك سره چلولې شي۔د دې كمپائن بنیادی تصور دا دے چې د پاكستاني په حيث هر وګړي له دا احساس وركړے شي چې د برېښنا ، ګاز او اوبو بچت وكړي۔ غونډي ته ووئيل شول د پټرولیم مصنوعات په درآمد كښې پرله پسې د زياتوالي وجه امپورټ بل زياتيږي۔ 2017 كښې د پټرولیم مصنوعات درآمدی بل 18 فیصد ؤ كوم چې په 2022 كښې 29 فیصد ته رسيدلے ۔ پاکستان د معاشی فشار څخه وېستلو لپاره او قیمتی غیرملکی زرمبادله بچ كولو لپاره د توان بچت ته اړتيا ده۔۔دغسې کابینې د اطلاعات وزارت د اړخه وړاندې كړے بریفنګ ستائلو سره د دې منظوری وركړه او په ټول هېواد كښې ئې زر تر زره د كمپائن چلولو سپارښتنه كړې ۔ وزیراعظم نورو وزارتونو ته په دې كمپائن كښې د وزارت د معاونت سپارښتنه هم كړې ۔ وفاقی کابینې ته د توشه خانې په اړه جوړې بین الوزارتی کمېټۍ په سفارشات اډانه كوټلے رپورټ هم وړاندې كړے ۔ کمېټۍ د توشه خانې نوي پالیسۍ مسوده هم کابینې ته وړاندې كړې ۔ وفاقی کابینې د کمېټۍ سفارشات او نوي توشه خانه پالیسۍ په اړه خپل تجاویز وړاندې كړي ۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د دغې تجاویز په رڼا كښې به بین الوزارتی کمېټی خپل رپورټ كښې ترامیم د کابینې په راروانه غونډه كښې منظورۍ لپاره وړاندې كوي۔ په دې مهال وفاقی کابینې د اقتصادی رابطه کمېټۍ د 3 جنوری 2023 او د 11 جنوری 2023 په غونډو كښې د شوو پريكړو او د سی سی ایل سی د 6 جنوری 2023 په غونډه كښې د پريكړو توثیق هم كړے ۔
د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د وفاقی کابینې غونډه، د توان بچت عادتونه خپلولو لپاره په ټول هېواد كښې د خبرتيا كمپائن چلولو منظوري
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ