اسلام آباد 03 مئی (اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په قراقرم ستره لاره په ټرافېكي پېښه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې۔د جمعې په ورځ د وزارت د اړخه جاري بيان له مخې انجينئر امير مقام ووئيل د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره په سمدستي توګه ما د ګلګت بلتستان اعلٰی وزير او چيف سېكرټري سره رابطه وكړه او هغوي له مې د هر ممكن مرستې باور وركړو ۔ده په ګلګت بلتستان كښې اړوندو چارواكو ته په سمدستي توګه د مرستې هلو ځلو سپارښتنه هم وكړه۔دغسې ده ژوبل كسانو له د درملنې آسانيو وركولو سپارښتنې كولو سره د هغوي زر روغتيا له دعا وكړه
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria