مظفرآباد 22 مارچ (اے پي پي) د آزاد كشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي وئېلي دي چې وزيراعظم عمران خان يو وارې بيا ثابته كړه چې هغه د كشميريانو حقيقې سفير دے٬ د او آئي سي غونډې څخه نړۍ ته ستر پېغام وركړې شوې٬ كشميرې قوم په اسلام آباد كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو غونډې بشپړه هركلے كوي او وزيراعظم عمران خان ته د كشمير مسئله په ښه ډول پورته كولو پیرزوينې وړاندې كوي۔ مېډيا سره په خبرو كښې د آزاد كشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي ووئيل اسلامي نړۍ دې د كشمير او فلسطين د اوږدې مودې شخړې حل كولو لپاره په نړيواله كچه په ښه ډول كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل په اسلام آباد ګښې د او آئي خارجه وزيرانو كنفرنس د اهميت وړ دے او دا د پاكستان لويه سفارتي كاميابي ده۔ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د او آئي سي غونډې ته د وېنا كولو په مهال د كشمير مسئله په ښه ډول وړاندې كړه۔ هغه د او آئي سي خارجه وزيرانو ته خواست كړې چې هغوي دې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم مخ نيوي كښې كردار ترسره كړي او د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلولو غېر آئيني او غېر قانوني كاروائيو په ضد دې كوټلې غږ پورته كړي
وزيراعظم يو وارې بيا ثابته كړه چې هغه د كشميريانو حقيقې سفير دے٬د او آئي سي غونډې څخه نړۍ ته ستر پېغام وركړې شو۔ د آزاد كشمير وزيراعظم
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت