اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د كشميريانو د آزادۍ عزم ته سلام كولو سره وئيلي دي چې كشميريان نسل در نسل د خپلواكۍ خپل جائز او منصفانه حق لپاره لوئې قربانې وركوي، پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير شخړې حل او د استصواب رائې منصفانه حق ترلاسه كولو پورې د كشميريانو هر ډول ممكنه مرسته كوي. ده دا خبرې د يوم الحاق پاكستان په موقع په خپل پېغام كښې وكړې كومه چې هر كال د جولائي په 19مه نېټه كشميرې اولس د قراداد الحاق پاكستان په توګه لمانځي. په دې تاريخي ورځ د الحاق پاكستان قراداد منظور كړے شوے و. په سرينګر كښې د تاريخي قرارداد الحاق پاكستان د منظورې نه پس د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان اولس يو لوي جنګ كړے و او د رياست يو برخه ئې د ډوګره مهاراجه د ظلم څخه آزاده كړې وه. د كشميريانو د لازوال قربانيو هڅې د كال 1947م كښې تر نن هم روانې دي او د 9 لكو نه زيات د هند قابض ځواكونه د كشميريانو د آزازې عزم په متزلزل كولو كښې پاتې راغلي دي او وخت تېرېدو سره سره د كشميريانو د آزادې په جذبه كښې بې پناه اضافه شوې ده. وزيراعظم ووئيل چې كشميريان نسل در نسل د خپلواكۍ خپل جائز او منصفانه حق لپاره لوئې قربانې وركوي. ده ووئيل چې پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير شخړې حل او د استصواب رائې منصفانه حق ترلاسه كولو پورې د كشميريانو هر ډول ممكنه مرسته كوي. په خپل بل يو ټويټ كښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې يوم الحاق پاكستان د كشميريانو پاكستان سره د الحاق د خوب تر تعبير د هڅو جاري ساتلو د لوظ د پخلي ورځ ده. ده ووئيل چې د هند رياستي ظلمونو دا مزاحمت، قرباني او عزم مانده نه كړے شو. مونږ د كشميريانو دې لوئې جذبې ته سلام كوو.
كشميريان د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره لوئې قربانې وركوي. د وزيراعظم شهباز شريف د يوم الحاق پاكستان په موقع پېغام
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی