اسلام آباد۔2اپریل (اے پی پی) په پاکستان کښې د بېلجيم سفیر چارلس جوزف ایم ډیلوګن ویلي دي چې پاکستان د منطقې يو مهم هېواد دے او بېلجيم نړیوالې سولې او ثبات لپا??ه د پاكستان هڅو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د “پاك بېلجيئم اړيكې ٬ ماضي حال او سباؤن” سرخط لاندې يو سيمينار ته خپل خطاب كښې وكړو د كوم اهتمام چ?? پالېسي انسټي ټيوټ فار پيس اېنډ ډوېلپمټ او بحريه پوهنتون په ګډه ك??ې وو۔ سفير ووئيل د پاكستان او بېلجيئم ترمينځه دوه اړخيزه سفارتي اړيكې په كال 1948 كښې د پاكستان جوړېد څخه سمدستي وروستو رامخې ته شوې۔ ده زياته ك??ه چې دواړو هېوادونو ترمينځه ټېکسټائل، فارماسیوټیکل مصنوعات، مشینری، طبی آلات، آئرن، سټیل او د کیمیکل په څانګو كښې مضبوطې تجارتي او اقتصادي اړيكې دي۔ زده كوؤنكو ته خپل خطاب كښې ده د د زده ك??و په وظيفو رڼا واچوله۔ د پالیسی انسټی ټیوټ آف پیس اېنډ ډوېلپمنټ صدر ودانه خټک په خپل خطاب كښې د كلتوري سفارت كارۍ په مهم كردار زور راوړو۔ دې زياته ك??ه چې پاكستان او بيلجيئم يو بل س??ه د كلتور ٬ فن ٬ موسيقۍ او لوبو په څانګه ك??ې مضبوطې او تلپاتې اړيكې په ځايې كولې شي۔
بېلجيم نړیوالې سولې او ثبات لپاره د پاكستان هڅو ته د قدر په سترګه ګوري٬ پاكستان كښې د بېلجيئم سفير چارلس جوزف ايم ډېلوګن
Immortal Way Gloves APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ