اسلام آباد۔28فروری(اے پی پی) وزیرِاعظم شهباز شريف د روان كال ګرمۍ موسم كښې د لوډشېډنګ وخت كمولو سپارښتنې سره وئيلي دي د نېشنل ټرانسمېشن ډسټری بیوشن کمپنی (اېن ټي ډي سي) بورډ دې بيا تشكيل كړے شي٬ د تھر مټیاري ټرانسمیشن لائن منصوبه په وخت نه بشپړولو كښې د ككړو چارواكو په ضد دې محكمانه كارروائي باوري كړې ??ي او سركاري ودانۍ سولر ته د اړولو په منصوبه كار ګړندے كړئ۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د ګرمۍ موسم كښې د برېښنا رسولو او پاور سېكټر بېلو منصوبو جاج اغستو غونډه وشوه۔ غونډه د روان كال ګرمۍ موسم په مهال د برېښنا ممكنه طلب او رسد او لوډ مېنجمنټ په اړه خبر كړې ??وه۔ غونډې ته د حكومت د 10 زره مېګاواټ سولرائیزېشن په منصوبه د پېشرفت په اړه هم ووئيل شول ۔ غونډې ته ووئيل شول حكومت د سركاري ودانيو سولرآئیزیشن لپاره په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي او دا منصوبه به په ټاكلې موده كښې ترسره كړې ??ي۔ په ځايې كچه د سولر پېنلز جوړولو سره مجوزه پالېسي به راروانه اونۍ د كابينې غونډې ته منظورۍ لپاره وړاندې كړې ??ي۔ غونډې ته د ګاز بچت په لړ كښې د وزيرعظم د احكامات تر مخه په ګیزرز كښې د کونیکل بېفلز لګولو عمل په اړه هم ووئيل شول چې دا منصوبه د خپل ټاكلي وخت نه يوه مياشت وړاندې ترسره كړې ??وې ۔ غونډې ته د برېښنا زيات مصرف كوؤنكو پكو او بلبونو په اړه هم ووئيل شول چې په ګرد هېواد كښې به د دې جوړونه د روان كال تر 30 جون په بشپړه توګه بند كړې ??ي۔ غونډه د كابينې د روان كال جنورۍ مياشتې 3 مې نېټې په برېښنا بچت پلان عملدرآمد څخه هم خبر كړې ??وه۔ وزيراعظم ??ول?? صوبو ته په دې اقدامات په سختۍ سره د عملدرآمد باوري كولو او په دې اړه د كوم قسم غفلت كوؤنكو عناصرو په ضد د سختې كارروايۍ هدايت وكړو۔ وزیرِ اعظم ??ه دې خبره زور راوړو چې د توان بچت ته وده وركولو له دې نه يواځې د ميډيا د لارې يو منظم ??مپائن وچلولې شي بلكې دې سره اړوند مواد دې د سكولونو او كالجونو په نصاب كښې شامل كړے شي۔ غونډه د كركيلې ټيوب وېلز سولرآئیز كولو كښې د شوي پېشرفت په اړه هم خبر كړی شوه۔ غونډې ته ووئيل شول په دې اړه د ??ول?? همكارانو په مشاورت په دې وروستيو كښې په قامي كچه د خبرتيا يو سيمينار راجوړ كړے شوے۔ ??ه غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسحاق ډار، خواجه آصف، خرم دستګیر، مریم اورنګزیب، چوهدری سالک حسین، سید مرتضی محمود، احسان الرحمن مزاری، د وزيراعظم سلاكار احد خان چیمه او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په اوړي كښې د برېښنا رسولو او پاور سېكټر بېلو منصوبو جاج اغستو غونډه
Cops and Robbers Big Money APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج