اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي)د خزانې وف??قي وزير اسحاق ډار وئېلي دي د پاكستان او از??كستان ترمينځه په شريكه عقيده٬تاريخ او په كلتور اډانه د ملګرتيا او ورورولۍ اړيكې قائم دي او د اعلٰی قيادت په كچه د تعميري خبرو اترو څخه د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته مثبت رفتار ترلاسه شوے د كومو چې روانې ساتل او قوي كول ضروري دي۔ده دا خبره د ګل په ورځ د از??كستان نائب وزيراعظم او د سرمايه كارۍ او بهرني تجارت وزير خوديجوف جمشيد عبد حكيموف په مشرۍ كښې د از??كستان پلاوي سره ملاقات كښې په خبرو كښې كړې۔د از??كستان پلاوي كښې د سرمايه كارۍ او بهرني تجارت وزارت وړومبے نائب وزير قدرتوف لازیز شوکتوف٬د ټرانسپورټ وزير محمود الحام رستموف٬د خارجه چارو وزارت وړومبے نائب وزير صدیقوف فرقت احمدووچ٬د كركيلې وزارت وړومبے نائب وزير ی??دو??یف خرامون انورجانووچ٬د پلانټ پروټيكشن ايجنسۍ چيئرمېن ابراهيم كين جابووچ او په پاكستان كښې د از??كستان سفير عارف عثمانوف شامل وو۔په دې موقع وف??قي وزير طارق بشیرچیمه، وزیرمملکت ډاكټر عائشه غوث پاشا، خاص مرستيال طارق باجوہ، خاص مرستيال طارق محمودپاشا، د سټېټ بانك ګورنر ج??یل احمد، وف??قی سیکرټریز او سینئر افسران هم موجود وو۔وفاقي وزير اسحاق ډار د پلاوي هركلے وكړو او د پاكستان او از??كستان ترمينځه په شريكه عقيده٬تاريخ او كلتور اډانه د ملګرتيا او ورورولۍ په اړيكو ئې رڼا واچوله۔د خزانې وزير ووئيل د اعلٰی قيادت په كچه د تعميري خبرو اترو څخه د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو مثبت رفتار نيولے د كومو چې روانه او قوي ساتل ضروري دي ۔ده د اقتصادي او سرمايه كارۍ په څانګو كښې د مرستې امكانات رامخې ته كړل او د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي روابط لا قوي او متنوع جوړولو له ئې د پاكستان د خواهش څرګندونه وكړه۔د از??كستان نائب وزيراعظم د پاكستان سره په ملګرتيا او مرسته اډانه اړيكو رڼا واچوله۔ده د پاكستان سره دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكو په پراخه كولو د خيالاتو څرګندونه وكړه او د پاكستان د لارې د دواړو هېوادنو ترمينځه سړك او ريل رابطو جوړولو له ئې د خوښۍ څرګندونه هم وكړه۔ډلو د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي او اقتصادي شراكتدارۍ ژورتيا لپاره د مرستې په بېلو طريقو د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې د تاشقند نه تر پاكستان سړك بنيادي ډهانچې ښه والې٬پاكستان-افغانستان-ازبكستان ريل لنك او د برآمدات/درآمدات آسانې وغېر شامل دي۔په ملاقات كښې وئېلي شوي چې د دواړو هېوادونو ترمينځه موجوده تجارتي حجم په ښه كچه دے۔د از??كستان پلاوې ډبليو ټي او پاكستان كښې شموليت او جي اېس پي پلس اسټېټس ترلاسه كولو لپاره د پاكستان څخه تكنيك?? معاونت هم وغوښت۔د خزانې وزير د از??كستان نائب وزيراعظم او د هغه پلاوي مننه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكې زياتولو لپاره ئې د حكومت ملاتړ او د مرستې څرګندونه وكړه۔
د پاكستان او ازبكستان ګټورو خبرو اترو څخه دوه اړخيزه اړيكو مثبت رفتار پېل كړے۔د خزانې وزير اسحاق ډار د ازبكستان نائب وزيراعظم سره ملاقات كښې خبرې
Wild Bandit APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا