اسلام آباد۔20 اکتوبر(اے پی پی) دوهم س??يك?? زاهد اكرم دراني د مولانا عبد الاك??ر چترالي د مذهبي چارو وزارت سره اړونده د حج معاونينو په اړه پوښتنه د مذهبي چارو قائمه كمېټۍ ته وسپارله۔ د زيارت په ورځ پ?? قومي اسمبلۍ كښې د پوښتنې دمې په مهال د مولانا عبدالاک??ر چترالی د پوښتنې په ځواب كښې د مذهبي چارو وزارت لخوا په تحريري ځواب كښې ووئيلې شؤ چې د سرکاری حج سکیم لاندې په كال 2022ء كښې وفاقي دارالحكومت څخه 1857، پنجاب څخه 16777 ، سندھ څخه 7640 ، کے پی څخه 5425، بلوچستان څخه 1572، جی بی څخه 370، آزاد کشمیر څخه 330 او فاټا څخه د 417 كسانو په شمول په مجموعي تو??ه 34388 وګړو د حج سعادت ترلاسه كړې دې۔ د حج 2022ء لپاره د څلورو واړو صوبو ، اسلام آباد، جی بی ا?? آزاد کشمیر څخه 239 خدام وټاكلے شؤ۔ مولانا عبدالاک??ر چترالی د خدام په شمېره سخت غبرګون ښكاره كولو سره وئيل دا شمېره سمه نه ده۔ ده ووئيل د مذهبي چارو وزارت لخوا غلط ځواب سره زمونږ استحقاق مجروح شوے٬ دا پوښتنه دې كمېټۍ ته وسپارلې شي۔ د مولانا عبد الاك??ر چترالي د څرګندونو نه وروستو د قانون او انصاف وزير مملكت شهادت اعوان ووئيل د حج معاونينو شمېرې حوالې سره ځواب د مذهبي چارو وزارت وركړے دے ٬ كه فاضل غړے په دې اعتراض لري نو وزارت څخه دې پوښتنه وكړي او بيا دې ځواب وركړي۔ دوهم س??يك?? دا پوښتنه د مذهبي چارو قائمه كمېټۍ ته وسپارله۔
دوهم سپيكر د حج معاونينو په اړه پوښتنه د مذهبي چارو قائمه كمېټۍ ته وسپارله
VIP Diamond Official Website
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔