قلعه سېف الله 01 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف سپارښتنه كړې چې اېن ډي اېم اے او پي ډي اېم اے دې د بارانونو له امله د زيان اندازې لګولو لپاره په ګډه كار وكړي٬ ځپليو ته به استوګنه٬??ور??ك او د معالجې آسانۍ وركولې شي۔ده دا ??دا??ت د ګل په ورځ د خوشنوب خيمو دورې په مهال كړي۔په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬د هاؤسنګ وفاقي وزير مولانا عبدالواسع٬د دفاعي پېداوار وفاقي وزير اسرار ترين او د نشه اي توكو مخ نيوي وفاقي وزير نوابزاده شاه زين بګټي٬د برېښنا وزيرمملكت مير هاشم نوتيزئي٬د قامي اسمبلۍ غړې صلاح الدين ايوبي او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز هم موجود وو۔وزيراعظم ته د اېن ډي اېم اے او د پي ډي اېم اے چارواكو د شوو زيانونو او رېسكيو او مرستې هلو ځلو په حقله ??ري??نګ وركړو۔وزيراعظم ته ووئيل شول لسبيله٬كيچ٬كوئټه٬هرنائي٬قلعه سېف الله او نورو ضلعو كښې د بارانونو او سېلاب له امله لويې زيان شوے۔وزيراعظم ته ووئيل شول ژوب ډويژن كښې د زياتره وګړو د معاش ذريعه څاروي پالل او كر كېله ده ۔لس زره بندونو ته زيان رسېدلے٬د صوبې په ټولو ضلعو كښې د زيان شمېرې راجمع كړې كېږ??۔د كومې په بنياد به چې د بحالۍ هلې ځلې مخ په وړاندې بوتللې ش??۔د ناروغو مخ نيوي لپاره مېډيكل كېمپونه هم لګولې شوي چرته چې وګړو له د درملنې ښې آسانۍ وركړې كېږ??۔د دې نه علاوه د ويټرنري روغتونونو انتظام هم شوے۔وګړو له د ??ور??ك څښاك او نور ضروري څيزونو وركولو لپاره اقدامات كېږي۔په دې مهال وزيراعظم اېن ډي اېم اے او پي ډي اېم اے چارواكو څخه د مرستې كاروائيو معاملات ترلاسه كړل۔
اېن ډي اېم اے او پي ډي اېم اے دې د بارانونو د زيان اندازه لګولو لپاره په ګډه كار وكړي٬ځپليو ته به استوګنه٬خوراك او د معالجې آسانۍ وركولې شي۔د وزيراعظم شهباز شريف سبارښتنه
Salon Private Roulette Integrity Platform
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ