پنجاب د مسلم ليګ(ن)ؤ او وي به٬مسلم ليګ(ن)په پنجاب كښې نن برے موندے٬عمران خان دې د فرعون جوړېدو هڅه ونه كړي٬د هغه غوندې ډېر فرعونيان راغلي او تلي ٬عمران له د هغه په ژبه كښې ځواب وركولې شي۔مريم اورنګزېب
Roulette 6 Turkish download entrance
APP53-220722
LAHORE: July 22 Federal Minister for Information and Broadcasting Marriyum Aurangzeb talking to media persons at Governor House. APP photo by Ashraf Chaudhry
لاهور 22 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي پنجاب د مسلم ليګ(ن)ؤ او وي به٬مسلم ليګ(ن)په پنجاب كښې نن بر??ا موندے٬عمران خان دې د فرعون جوړېدو هڅه ونه كړي٬د هغه غوندې ډېر فر??ون??ان راغلي او تلي٬عمران له د هغه په ژبه كښې ځواب وركولې شي٬د پنجاب اسمبلۍ ډپټي سپيكر د سپريم كورټ د پريكړې له مخې رولنګ وركړے او د ګوند د مشر امر په ضد څوك ووټ نشي كاسټ كولے ٬چوهدري شجاعت حسېن ته سلام كوو چې هغه خپلو غړو ته د يو مكار كس كانديد له د ووټ نه وركولو سپارښتنه كړې۔د جمعې په ورځ د ګورنر هاؤس كښې په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وفاقي وزيرې ووئيل نن مسلم ليګ(ن)په پنجاب اسمبلۍ كښې برے موندے٬د لوي څښتن په فضل په پاكستان كښې د جمهوريت ګټه شوې۔دې ووئيل نن يو منافق٬دروغجن او سازشي كس د جمهوريت خبره كوله٬دا هغه كس دے چا چې د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر څخه رولنګ وركولو كښې آئين شكني كړی وه۔د هغه رولنګ په ضد سپريم كورټ پريكړه كړې چې عمران خان د آئيني چوكو څخه آئين شكني كړې۔دې ووئيل چوهدري شجاعت حسېن ته سلام كوم چې خپلو غړو ته ئې د يو مكار ګوند كانديد له د ووټ نه وركولو سپارښتنه كړې۔وفاقي وزيرې ووئيل د يو ګوند د مشر سپارښتنه وه او د هغې له مخې د پنجاب اسمبلۍ ډپټي سپيكر رولنګ وركړے دے