اسلام آب??د 14 نومبر(اے پی پی)وزیراعظم محمد ??هباز شریف وئيلي دي د پاكستان حکومت د ذیابیطس رنځورانو په شميره كښې په زياتوالي قابو موندلو او د هغوي خير ښېګړې له لوظي دے،پاکستان كښې د ذیابیطس د خطرو لويو عواملو كښې جینیاتی تغیرات، خوراك او د ژوند غیر فعاله كېدو نه علاوه ماحولیاتی او جغرافیائی وجوهات شامل دي۔د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډيا ونګ د اړخه جاري شوې پریس ریلیز له مخې د ذیابیطس نړيوالي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې وزیراعظم ووئيل د ذیابیطس نړيوالي ورځ لمانځلو مقصد ذیابیطس او هغې څخه د بچ كيدو په اړه خبرتيا پيدا كول دي،نن پاکستان د انټرنیشنل ذیابیطس فیډریشن او ورلډ هیلتھ آرګنائزیشن سره په ګډه د ذیابیطس ښكار ګڼ شمير وګړو ژوند ښه كولو له كار كوي۔ ??ه ووئيل كال 2024 نه تر 2026 په مهال د ذیابیطس د نړيوالي ورځ سرخط “ذیابیطس او خير ښېګړه ” ده چ?? پكښې د ذیابیطس رنځورانو خيال ساتل او د هغوي تر مرستي رسنې ته د پام لرني كولو غوښتنه شوې ۔وزیراعظم ووئيل نړۍ كښې په سائنسی میدان كښې د لويې پرمختګ باوجود هر لسم كس د ذیابیطس ښكار دے۔د تشویش وړ خبره دا ده چې د ذیابیطس د 50 فیصده رنځورانو اوس هم تشخیص نه دې شوے،دې سره د ذیابیطس د رنځورانو د زړه رنز ، د ګردو خرابي ، اعصابی عوارض، فالج او د نورو ناروغيو شرح زياتيږي۔??ه ووئيل پاکستان هم د ذیابیطس چیلنج سره مخ دے او زمونږ نزدېً 33 ملیونه وګړي د ذیابیطس بار برداشت کوي،د دې خطرناك شرح په وجه پاکستان تر ټولو زيات د ذیابیطس رنځورانو آبادی لرونكو هېواونو فهرست كښې شامل دے۔??ه ووئيل پاکستان كښې نور 11 ملیونه بالغه كسانو كښې هم د دې رنځ ابتدائی علامات رامخې ته شوي،د ذیابیطس نزدې 80 نه تر 90 لکهه كسانو تشخیص نه كېږي د كوم لويه وجه چ?? په وخت درملنه كښې تاخیر كېږي۔وزیراعظم ووئيل حکومت د ذیابیطس رنځورانو شميره كښې په زياتوالي قابو موندلو له لوظي دے۔??ه ووئيل حکومت د غیر متعدی رنځونو مخنيوي لپاره د صحت په څانګه كښې مهم اصلاحات پيل كړې چې پكښې ذیابیطس ته خاص پام لرنه كېږي۔وزیراعظم ووئيل وفاق كښې د روغتيا وزارت په مرسته د ذیابیطس مخنيوي لپاره وزیراعظم پروګرام به پيل كولې شي، د دې پروګرام مقصد وفاقی سيمو كښې په دې رنز قابو موندلو او ټولو صوبو كښې د ذیابیطس رنځورانو لپاره یونیورسل هیلتھ کوریج، تشخیص او درملنه وركولو سره سره خبرتيا پيدا كول دي۔وزیراعظم ووئيل حکومت د ټولو لپاره د صحت سهولیات وركولو له لوظ كړے۔
حكومت د ذيابيطس رنځورانو په شميره كښې په زياتوالي قابو موندلو او د هغوي خير ښېګړې له لوظي دے۔وزيراعظم شهباز شريف د ذيابيطس نړيوالي ورځ په موقع پيغام
RSG Electronic Honest Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria