اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) پاکستان كښې د اېتھو??يا سفير جمال بېکر عبدالله وئيلي دي چې ماحولياتي بدلون نړيوال خطر دے، اېتھو??يا د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره “ګرين ليګېسي اقدام” پېل كړې دې٬ نن په ايتھو??يا كښې 600 ملين بوټي نالولې كېږي٬ د ګرين ليګيسي له مخې روزګار پېدا كوٶ٬ ګرينري كښې اضافه او غذائي تحفظ باوري كوٶ، پاکستان سره د ماحولياتي بدلون مخنيوي د تجربو تبادله كوٶ۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ د ايتھو??يا په سفارت كښې موسمياتي بدلون لپاره د وزيراعظم خ??ص مرستيالې رومينه خورشيد عالم او د سي ډي اے چيئرمېن محمد علي رندھاوا سره په ګډه پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع پاكستان كښې د ملګرو ملتونو د بېلا بېلو ادارو عهدېدار٬ د ډپلوميټک کور ډين عطاء جان مولاموف، د خارجه وزارت ايډيشنل سيکرټري ??امد اصغر خان، د كامسېټس ايګزيکټيو ډائريکټر ډاکټر محمد نفيس زکريا، د اېس ډي پي آئي ايګزيکټو ډائريکټر ډاکټر عابد قيوم سلهري ??و نور اهم شخصيات هم موجود وو۔ سفير جمال بېکر عبدالله ووئيل په ايتھو??يا كښې تر اوسه 39.4 اربه بوټي نال كړې شوې دي۔ ده ووئيل په اسلام آباد كښې د ايتھو??يا او پاکستان ترمېنځه د ورورولۍ ودې لپاره پارك جوړوٶ٬ د ګرين ليګيسي له مخې د پاكستان په لويو ښاريو شېخوپوره، ګوجرانواله، سيالکوټ، لاهور، کراچي او پېنډۍ كښې بوټي نال كړې شوې دي۔ ده ووئيل په ايتھو??يا كښې په فوسل فيول ګاډو بندېز لګولے شوے دے۔ په دې موقع رومينه خورشيد عالم ووئيل ميډيا ماحولياتي بدلون لپاره چيمپئن ده، د ايتھو??يا سفير د ذمه وارو ترلاسه كولو نه پس مونږ د زمكې بچ كولو سفر پېل كړې٬ ګرين ليګيسي انيشيټو د اميد يوه څريكه ده، د ايتھو??يا وزيراعظم ډاکټر ابي احمد ګرين انيشيټو د ستائنې وړ اقدام دے، ګرين پاکستان پروګرام په نړيواله كچه تسليمولې شي ٬ دې ته پراختيا وركوٶ۔ رومينه خورشيد عالم ووئيل ايتھو??يا سره ماحولياتي مرسته لا زياتولو ته سترګې په لاره يؤ۔ په دې موقع د سي ډي اے چيئرمېن محمد علي رندھاوا هم وېنا وكړه۔ د ايتھو??يا سفير د دې نه وروسته د سفارت په انګڼ كښې رومينه خورشيد عالم او محمد علي رندھاوا سره د شجركارۍ كمپائن له مخې بوټې نال كړو۔
ماحولياتي بدلون نړيوال خطر دے، اېتھوپيا د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره “ګرين ليګيسي اقدام” پيل كړے دے٬ د اېتهوپيا سفير جمال بېکر عبدالله د وزيراعظم خاص مرستيالې رومينه خورشيد عالم سره په ګډه خبري كنفرنس ته وينا
एसबीओ स्पोर्ट्स आधिकारिक मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری