اسلام ??باد۔19جون(اے پی پی) پاكستانے حج مشن د مشاعر ورځو په مهال حجاج كرام لپاره آسانۍ باوري كولو له په بشپړه ډول چمتؤ پاتے شوے دے۔ د ميډيا لخوا په پورته كړې شويو پوښتنو تبصره كولو سر?? د ??ذهبي چارو او د بين المذاهب همغږۍ وزارت اعلی چارواكو وئيلي چې تر ټولو وړاندې بايد يوه مستند ذريعه وي له كومې دلارې چې د حج آسانيو په اړه شكايتونه ترلاسه شي۔ دوئي ووئيل مونږ د دغو شكايتونو د مرتب كولو په عمل كښې يؤ۔ دوئي ووئيل په دې كښې شك نشته چې حجاج كرام ځينو مسئلو سره مخ پاتې شول د دې تصديق زمونږ ډلې په موقعه كړې۔ دوئي ووئيل زائرين د 7 مې ذی الحجې په شپه منی ته روانېدو لپاره له خپلو استوګنو څخه راوځي دغه وخت څخه د 12 او 13 ذي الحجې په شپه خپلو استوګنو ته تر بېرته راتللو انتظام ??عودي حكومت او بېلو كمپنيو سره وي او د پ??كستان حج مشن كردار دوئي سر?? د ??مغږۍ او دوئي ت?? د ??ومې پېښې تر اطلاع كولو محدود وي۔ د دوئي دريځ وو چې د پ??كستاني حج مشن معاونين ٬ طبي او د مرستې عمله د 20 لكه څخه د زياتو زائرينو په رش كښې څومره هم چې ممكنه وه د حجاج كرام مرستې له په بېلو شفټونو كښې مشاعر كښې تعينات كړې شوې وه۔ دوئي ووئيل د مشاعر په ورځو كښې پاکستان حج مشن طواف?? کمپنۍ او د سعودی د حج وزارت سره رابطه كښې پاتے شو دغسې چې په يو داسې صورتحال كښې چې ګرمي نزدې 50 ډګري ته ورسي ٬ حجاج كرام ??ه رامخې ته كېدونكې ستونزې په ګوته كړې شي۔ دوئي ووئيل تېر كال د مشاعر ورځو كښې 12 كسان مړه شوي دي او د روان كال په رپورټ كښې وئيلي شوي چې په مجموعي توګه 35 مړه شويو كسانو كښې 9 په مشاعر كښې په حق رسېدلې دي۔ دوئي ووئيل تر كومې چې ممكن وي د ځاني زيان كمولو ل?? د ??شاعر په څير د زيات رش ځايونو كښې 25 څخه زياتې بېلې سعودي ايجنسۍ او محكمې كار كوي۔
پاكستانے حج مشن د مشاعر ورځو كښې حجاج كرام لپاره آسانۍ باوري كولو له په بشپړه ډول چمتؤ پاتے شو٬ د مذهبي چارو وزارت
लाइटनिंग रूलेट ईमानदार सट्टेबाजी लिंक
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج