پېنډي 20مارچ (اے پی پی)د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير د سعودي عرب دورې په مهال رياض كښې د سعودي ولي عهد شهزاد محم?? بن سلمان سره ملاقات كړے۔د آئي اېس پي آر له مخې په ملاقات كښې د سعودي ولي عهد شهزاده محم?? بن سلمان په پاك سعودي تاريخي ورورولۍ اړيكو رڼا واچوله او وې وئېل سعودي عرب او پاكستان خپلو كښې تاريخي ورورولي او قوي اړيكې لري۔د آئي اېس پي آر له مخې د سعودي ولي عهد وينا وه چې سعودي عرب او پاكستان تل يو بل سره ولاړ پاتې شوي٬سعودي عرب به سباؤن كښې هم د پاكستان سره ولاړ وي۔شهزاده محم?? بن سلمان د پاك سعودي اړيكو لا قوي كولو خواهش هم څرګند كړو او د پاك پوځ سرلښكر جنرل عاصم منير د پاكستان لپاره په ملاتړ او جذبات د سعودي مشرتابه مننه وكړه۔ دې څخه وړاندې د پاك پوځ سرلښكر سيد عاصم منير د سعودي عرب خپلې دورې په مهال د سعودي دفاع وزير خال?? بن سلمان٬د سعودي چيف آف جنرل اسټاف جنرل فياض احمد حامد الرويلي او نائب دفاع وزير انجينئر طلال عبدالله العطيبي سره هم ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د سعودي مشرتابه سره په سيمه ايز امن او سلامتيا او دوه اړخيزه دفاعي چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔دغسې سعودي مشرتابه سره د امنيت مرستې پشمول د خوښۍ په پراخه چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه
د پاك پوځ سرلښكر د سعودي ولي عهد٬دفاع وزير او پوځي چارواكو سره جلا جلا ملاقاتونه٬په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو د خيالاتو څرګندونه
Gem Savior Sword Official Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا