اسلام آباد۔28فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي راتلونكي نسلونه د ماحولياتي بدلونونو له اغېز څخه ساتلو له به شجركاري ملي نصب العېن جوړول وي٬ سږ كال سپرلي كښې به د ګرد هېواد په كچه د شجركارۍ كمپائن چلولے شي په كوم كښې به چې 24 كروړه څخه زياتې اونې بوټي نالولې شي٬ د ژوند ټولو څانګو سره تعلق لرونكي دې په دې كمپائن كښې فعاله برخه واخلي ٬ علماﺀ كرام او مشائخ دې په دې اړه اولسي شعور بېدار كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شجركارۍ كمپائن په پېل خپلو خبرو كښې وكړه۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم د يو بوټي په نالولو د روان كال د سپرلي موسم د شجركارۍ كمپائن پرانسته وكړه ۔ په دې موقع د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيره سېنېټر شيري رحمان ٬ د زده كړو وفاقي وزير رانا تنوير حسېن او اعلی چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل نن مونږ په ګرد هېواد كښې د شجركارۍ كمپائن 2023 پیل كوؤ٬ سږ كال به ګرد هېواد كښې د شجركارۍ كمپائن چلولے شي په كوم كښې به چې 24 كروړه څخه زيات اونې بوټي نالولې شي۔ ده ووئيل په دې منصوبه بندۍ كښې زمونږ د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شيري رحمان او د دې د ډلې خاص خوښي او خواري ليدلې شي۔ ده ووئيل د پاكستان د ټولې زمكې په مقابل كښې د ځنګلونو تناسب يواځې 5.45 فیصد دے٬ مونږ له به په بېړني بنيادونو دا تناسب زياتول وي۔ ده ووئيل پاك چاپېريال باوري كول او له ګڼ شمېر منفي اثراتو څخه بچ كېدو كښې ځنګلونه مهم كردار ترسره كوي٬ په پاكستان كښې د موسمياتي بدلون د لاسه د تاريخ تر ټولو لويې سېلاب د ځنګلونو اهميت نور هم په ډاګه كړے دے٬ ده ووئېل د اوسني سېلاب په نتيجه كښې زيات ځاني او مالي زيان شوے ٬ د لكھونو په شمېر خلق بې كوره شوي ٬ معيشت ته د 30 اربه ډالرو زيان رسېدلے٬ پاكستان كښی به شجركاري قومي نصب العېن جوړول وي٬ مونږ له به راروان نسلونه د ماحولياتي بدلون له منفي اغېز څخه ساتلو له په قومي كچه نه يواځې دا چې عملي ګامونه پورته كول وي بلكې د زده كړو په ادارو كښې به هم په دې اړه خبرتيا باوري كول وي۔ په دې موقع د ژوند هرې برخې سره تعلق لرونكو وګړو ته خواست دے چې هغوي په دې كمپائن كښې فعاله ګډون وكړي۔ ده ووئېل علماﺀ كرام او مشائخ دې په مدرسو كښی د اونو بوټو نالولو اهميت په ډاګه كولو له اقدامات وكړي۔ ده ووئيل د نبي كريم (ص) په مبارك ژوند او احاديث كښې ګڼ شمېر مثالونه په دې اړه موجود دي٬ د جنګ په موقع هم د مېوه دارو اونو وهلو څخه يۍ منع فرمائيلې دي ۔ ده ووئيل پاكستان كښې شهري آبادۍ د كنكريټ ځنګل جوړېږي٬ مونږ له به ښارونو كښې هم اونې نالول او ګرين اېرياز زياتول وي۔ ده ووئيل اولس ته اپيل كوم چې هغوي په دې كمپائن كښې فعاله برخه واخلي ٬ ده ووئېل راځۍ چې ټول په ګډه د خپلو راتلونكو نسلونو په زړه پورې سباؤن لپاره هڅې وكړؤ او د پاكستاني اولس خذمت لپاره خپل ځان په بشپړه او اجتماعي توګه وقف كړؤ
راتلونكي نسلونه د ماحولياتي بدلونونو له اغېز څخه ساتلو له به شجركاري ملي نصب العېن جوړول وي٬ سږ كال سپرلي كښې به د ګرد هېواد په كچه د شجركارۍ كمپائن چلولے شي٬ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات