اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې په خارجه وزارت كښې قائم كشمير سېل د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ډاګه كولو لپاره كردار ترسره كوي، پ??كس??ان به د خپلو مظلوم كشمي??ي وروڼو د خپلواكۍ جائز حق ترلاسه كولو په هڅو كښې د دوي سياسي، سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي. خارجه وزير دا خبرې د خالي په ورځ د آ??اد كشمير د پارلماني مشرانو د يوې مهمې غونډې د مشرې كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د آ??اد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان، د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور، د پ??كس??ان تحريك انصاف د آ??اد كشمير صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدري، د آ??اد كشمير اسمبلۍ سپيكر غلام قادر او د آ??اد جمو كشمير پارلماني مشرانو ګډون وكړو. په غونډه كښې په مقبوضه جمو كشمير كښې د تېرو شپږو مياشتو نه هد پرله پسې كرفيو او د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې په نړيواله كچه په ډاګه كولو لپاره د راتلونكي وخت په حكمت عملې تفصيلي مشاورت وكړے شو. خارجه وزير خارجه دفتر ته په راتګ د آ??اد كشمير د پارلماني مشرانو مننه وكړه. د آ??اد كشمير پارلماني مشرانو د فرورې په 5مه نېټه د آ??اد كشمير د قانون ساز اسمبلۍ شريكې غونډې ته د وزيراعظم عمران خان د وېنا ستائنه وكړه. خارجه وزير په تجويزونو وركولو د دوي مننه هم وكړه. خارجه وزير ووئيل چې په خارجه وزارت كښې قائم كشمير سېل د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ډاګه كولو لپاره كردار ترسره كوي، پ??كس??ان به د خپلو مظلوم كشمي??ي وروڼو د خپلواكۍ جائز حق ترلاسه كولو په هڅو كښې د دوي سياسي، سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي.
په خارجه وزارت كښې قائم كشمير سېل د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ډاګه كولو لپاره كردار ترسره كوي. شاه محمود قريشي
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس