میونخ۔18فروری(اے پی پی) د چین سی پی سی مرکزی کمېټۍ پولیټیکل بېورو غړي او د سېنټرل فارن افېئرز کمېشن ډائرېكټر وانګ ای په میونخ سکېورټی کنفرنس كښې د ګډون په مهال د پاكستان خارجه وزير بلاول بھټو زرداري سره ملاقات وكړو۔ د چينائي ميډيا له مخې په دې موقعه وانګ اي ووئيل چې چين او پاكستان د څلورو واړو موسمونو ستراتيجيكي همكاران دي او د دواړو ترمينځه ملګرتيا د غر په څير مضبوطه ده۔ ده ووئيل چين د سلامتيا او استحكام په ځائې ساتلو او د پرمختګ او احيا په ترلاسه كولو كښې د پاكستان په زړه پورې مرسته كوي او د خپل صلاحيت له مخې پاكستان سره په پیښو عارضي ستونزو قابو موندلو له مرسته كولو ته چمتو دے۔ د ملاقات په مهال خارجه وزير بلاول بھټو زرداري پاك چين اړيكو كښې په رامخې ته شوې وده د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده په دې خبره زور راوړو چې چين د پاكستان ملګرے دے او چين سره اړيكې مضبوطول او سي پېك ته وده وركول د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده۔ ده ووئيل پاكستان به د ترهګرۍ په زړورتيا سره مقابله كوي او په پاكستان كښې به د چين وګړو تحفظ له ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ دواړو په روان نړيوال صورتحال كښې د همكارۍ په مضبوطولو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔
چين د سلامتيا په ځاې ساتلو كښې د پاكستان ملاتړ كوي٬ د وانګ اي بلاول بهټو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری