اسلام آباد۔6 فروری(اے پی پی) د مصر په پلازمينه قاهره كښې پاكستاني سفارتخانه كښې كشمير سره د يووالي څرګندونې دستوره زياتې جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه په كومه كښې چې دانشورانو ٬ خبريالانو ٬سفارت كارو ٬ طالبعلمانو او د پاكستان كميونټي معززينو ګډون وكړو۔ د دستورې په پېل كښې د صدر مملكت ٬ وزيراعظم او خارجه وزير پېغامونه لوستلو سره واورولې شؤ۔دستورې ته خپل خطاب كښې د پاكستان سفير ساجد بلال د ګډون كوؤنكو مننه او د دوئي د تقريرونو ستائنه وكړه۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان به تر هغه وخت د كشميري اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي تر كومې چې دوئي ته د خپلواكۍ حق ترلاسه شوے نه وي۔ په دستوره كښې يو دستاويزي فلم هم وښودلې شو۔ دستوره كښې د كشميري اولس د ناوړه وضعې بېل اړخونه په ډاګه كولو له د عكسونو لګولو اهتمام هم وكړے شو
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری