اسلام آباد۔26 اپرېل(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق غړو ته هدايت كړے چې د هېواد په بېلو سيمو كښې د امن په وضعه بحث كولو له داخله وزير خپل چېمبر ته رابللے شوو يا غړي په ايوان كښې هم د هغه له موجودګۍ څخه ګټه پورته كولې شي۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته اعجاز احمد لنډ ووئيل په ګھوټکی كښې د امن زياتې مسئلې موجود دي ٬ دغلته د دې اونۍ په مهال هم پوليس اهلكار شهيدان شوي۔ داخله وزير دې مونږ ته اووائي چې دغلته دومره لوئې وسلې څنګه رسيږي ۔ سپیکر ووئيل مونږ هغه رابلو۔ محمد رياض خان د سپيكر هدايت ستائلو سره ووئيل حكومت سره سره اپوزيشن هم تاسو ته د احترام په سترګو ګوري۔ ده ووئيل تېره ورځ د اي سي اېل او بلاك لسټ په اړه زمونږ د پام راګرځونے نوټس شامل ؤ بياهم د داخله وزير په غېر موجودګۍ كښې د اطلاعات وزير د دې ځواب وركړو۔ دغه د پام ګرځونے نوټس په سم ډول ترسره نه كړے شو۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صداق رياض خان ته ووئيل هغه دې زما چېمبر ته راشي داخله وزير سره ملاقات لپاره وخت اخلؤ۔ حمید حسېن ووئيل په حلقه اېن اے 37 کرم كښې دې امن باوري كړے شي او زمونږ حلقې ته د وركړې شوي فنډز دې تفصيلات هم وركړے شي چې دا فنډز چرته مصرف كړے شول۔ ده ووئيل زمونږ حلقې ته يواځې يو ساعت بجلي وركړې كېږي۔ سپيكر ووئيل هغه په دې معامله بحث كولو له داخله وزير سره ستاسو ملاقات كولے شي
په هيواد كښې د امن په وضعه بحث كولو لپاره داخله وزير خپل چيمبر ته رابللے شو٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر
مضمون کا ماخذ : loteria estadual