اسلام آباد 11 اپرېل(اے پي پي)د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي د شخړيز كش??ير په وضعه د هېڅ ډول بې غورۍ م??اه?? نه كېږي٬ په بې ګناه كش??يريانو د هندي ځواكونو د ظلمونو پحقله ملګرو ملتونو٬ د بشري حقونو كمېسون او او آئي سي سره پرله پسې په تماس كښې يو۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پروين مسعود بهټي ګرده نړۍ كښې د پاكستان د سفارتونو پحقله د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل ګرده نړۍ كښې پاكستان 88 ها??ي كمېشنز كار كوي۔ د يوې ضمني پوښتنې په ځواب ده ووئيل د كش??ير په كشاله نه يوازې دوه اړخيزه بلكې په نړيواله كچه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېسون او او آئي سي سره دا مسئله په بشپړه توګه پورته كړې شوې۔ ده ووئيل تېره ورځ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په چين كښې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره ملاقات كړې كوم چې كښې په دې مسئله تفصيلي خبرې شوې دي۔ د دې نه علاوه ټوله نړۍ كښې د پاكستان سفارتي مشنز هم په دې كشاله كار كوي او په دې لړ كښې د هېڅ ډول بې غورۍ څرګندونه نه كېږي۔
د شخړيز كشمير په وضعه د هېڅ ډول بې غورۍ مظاهر نه كېږي
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ