اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) پاکستان ټيلي ويژن د كال 1974 د مشرانو دوېم كنفرنس آركائيو په وړومبي ځل اېچ ډي كوالټي كښې محفوظ كړے٬ دا هڅه د پي ټي وي انتظاميې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سپارښتنې له مخې كړې ۔ په كال 1964 كښې د جوړېدو نه پس تر اوسه د خپرونو قامې ادارې په حېث پاکستان ټېلي ويژن د کېمرے د لارې د ټولو ملكي او غېر ملكي پېښو كورېج ناظرين ته رسولے٬ يوه داسې موقع په كال 1974 كښې د فرورۍ د 22مې نه تر 24مې نيټي راغلې وه چې د اسلامي هېوادونو د مشرانو دا دوېم كنفرنس ؤ د كوم چې پاكستان ټېلي وژن بشپړ كورېج كړے ؤ ٬ په كال 1974 كښې په لاهور كښې د مشرانو دوېم اسلامي كنفرنس يوه داسې موقع وه چې ورته د ګردې نړۍ سترګې وې ، په دې كنفرنس كښې د سعودي عرب فرمانروا خدائے بخښلې شاہ فېصل، د مصر انوار السادات، د ليبيا معمر قذافي، د متحدہ عرب امارات شېخ زېد النيهان او د فلسطين د ياسرعرفات پشمول د اسلامي نړۍ ټولو نوموړو مشرانو ګډون كړے ؤ٬ د پاکستان وزيراعظم ذوالفقار علي بھټو شهيد د ټولو مشرانو هركلے كړے او د اسلامي نړۍ اتحاد ئې د وخت مهم ضرورت ګرځولے ٬ؤ په کنفرنس كښې د ګډون نه علاوه د اسلامي نړۍ مشرانو په لاهور كښې په تاريخي بادشاهي مسجد كښې په جمع مونځ ادا كړے او د ښار د تاريخي ځايونو ئې دوره كړې، ګډون كوٶنكو د پاكستان د كوربتوب او د كنفرنس د انتظاماتو ستائنه كړې وه ۔ پاکستان ټېلي ويژن د مشرانو د دوېم كنفرنس پحقله يو خاص نغمه هم جوړه كړه وه كومه چې نن هم ډېره مشهوره ده٬ د نغمې ليكوال نومورے شاعر٬ موسيقار او سندرغاړے د پاکستان ټېلي ويژن سينئر پروډيوسر ارواښاد مهدي ظهير ٶ٬ د اسلامي مشرانو د دوېم كنفرنس بشپړ كورېج پي ټي وي لاهور كړے ٶ كوم چې نن هم په آركائيو كښې محفوظه يوه قېمتي اثاثه ده۔
د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن په سپارښتنه پي ټي وي د كال 1974 د اسلامي مشرانو د دوېم كنفرنس كورېج آركائيو په اېچ ډي كوالټي كښې محفوظ كړو
مضمون کا ماخذ : apostas quina