اسلام آباد۔ 24 اکتوبر(اے پی پی) وزير??عظ?? عمران خان وئيلي دي چې هغه غواړي پاکستان يو آزاد ملت شي ، مونږ داسې يو هيواد غواړو چرته چې ظالمانو ته سزا ورکړې شي او کوم کسان چې خواري كوي هغوي ته د خوارۍ مېوه ترلاسه شي۔ ملتونه د پوهې په اساس اقتصاد سره وده کوي ، خلک په دې كښې سرمايه كاري كوي ٬ د يو يا دوو ښارونو پر??ختګ به هیواد سوکاله نه کړي ، كه لوئے څښتن ته منظور وي پاکستان به په نړۍ کې د یو پیاوړي ملت په توګه راپورته شي. د خالي په ورځ دلته په میانوالي کښې د عیسی خېل کېډټ کالج كښې د هاسټل او نورو پراختیایی پر??ژو د بنياد تيګه اېښودلو دستورې ته خپل خطاب كښې وزيراع??م ووئيل چې نن ماته د عیسی خېل په سیمه کې د خپلو خلکو په مینځ کښې په كېدو ډېره خوشحالي شوې ده۔ وزيراع??م ووئيل 24 كاله وړاندې ما دا سيمه كتلې وه دلته سكولونو كښې استاذان نه وو۔ روغتونونو كښې نرسانې نه وې۔ د څښلو پاكې اوبه د دې ځائې خلكو له لويه مسئله وه۔ نن د پو باندې درې اربه روپو ماليت چې كومه منصوبه پېل كړې شوې ده دې سره به د دوه يونين كونسلونو نه سوا د نورو ټولو يونين كونسلونو د اوبو مسئله هواره شي۔ هغه ووئيل پاتې چې څومره مسئلې دي عثمان بزدار سره په ګډه به د هغې جاج اخستے شي۔ وزیراع??م ووئيل ډي جي خان د پنجاب تر ټولو زياته وروستو پاتې سيمه ده دغلته هم د اوبو ٬ زده كړې او روغتيا مسئلې دي۔ وزیراع??م ووئيل د يو يا دوه ښارونو پر??ختګ سره هېواد پر??ختګ نه كوي۔ زمونږ نمونه د مدينې رياست دے۔ د رسول اكرم (ص) په اصولو او قانون كښې ??ول يو برابر وو۔ داسې نه وه چې د لكھونو روپو غلا كوؤنكي زندانونو كښې وي او د اربونو غلا كوونكې لندن كښې ناست وي۔ چې د هغه نه دې د څه پوښتنه ونشي۔ پېغمبر (ص) ښكاره وئيلي وو چې كه چرې زما لور هم غلا وكړي نو هغه به سزا مومي۔ وزيراع??م ووئيل د قانون سرلوړي هغه وخت وي كله چې د ټولنې كمزرې طبقه پورته كړې شي۔ د حضرت علي (رض) قول دے چې هېواد او ټولنه كفر سره خو پاتې كېدې شي ولې ظلم سره نه۔ وزیراع??م ووئيل میانوالی ، ډی جی خان، راجن پور او ډېره اسماعیل خان ته ترقي وركول د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ اول به دې سيمې ته ډاكټران نه راتلل۔ مونږ داسې نظام راوړو چې دلته به اشتهار وركولو سره ځائي كسان بھرتي كولې شي۔ وزیراع??م ووئيل د اوبو د منصوبې پرانسته شوې ده۔ كېډټ كالج جوړ شوے دے۔ سيمه كښې تعليم پياوړې او معياري جوړولو له فنډز وركولې شي۔ نمل د نړيوال معيار يو پوهنتون دے۔ په دې سيمه كښې يو نالج سټي جوړېږي۔ وزیراع??م ووئيل په نمل كښې زده كړې ترلاسه كوؤنكو په انګلېنډ كښې پوزېشنونه اخستې دي۔ دې نه د سيمې د ټېلېنټ اندازه لګېدې شي۔ وزیر??عظ?? ووئيل كه لوئے څښتن ته منظور وي پاکستان به په نړۍ کې د یو پیاوړي ملت په توګه راپورته شي.
ملتونه د پوهې په اساس اقتصاد سره وده کوي۔ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب