رديګ 18مئی(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي د ايران او پاكستان ترمينځه د برېښنا او پېټروليم په څانګو كښې بلها ګنجائش موجود دے٬ 100 ميګاواټ ګبد-پولان برېښنا ترسيلي پروژه د پاك ايران اړيكو كښې د نوې باپ اضافه ده٬د دواړو هېوادونو اولسونو او مشرانو لپاره به په ګډه د دواړو هېوادونو پرمختګ او خوشحالۍ له انقلاب راوستل وي٬دا مشكل كار نه دے٬بارډر سيكورټي ميكنزم دې لا مربوط كړے شي دغسې چې د دواړو هېوادونو اولس په زړونو كښې د بېلتون پېدا كوونكو عزائم خاورې كړے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د 100 مېګاواټ ګبد-پولان برېښنا ترسيلي پروژې پرانستې دستورې ته په وېنا كښې وكړه۔په دستوره كښې د ايران صدر ابراهيم رئيسي هم موجود ؤ ۔وزيراعظم ووئيل نن د پاكستان او ايران په تاريخ كښې د يوې نوې باپ اضافه وشوه٬په دې كښې هېڅ شك نشته چې ايران او پاكستان دوه وروڼه هېوادونه دي كوم چې د اسلام٬مينې٬اخوت او كلتوري خپلوليو باندې نه يواځې يو بل سره تړلې شوي بلكې زمونږ تاريخ د پیړيو پخوانے هم دے۔ده ووئيل د ايران لخوا نن زمونږ تود هركلے شوے په كوم چې زه د ايران د صدر مننه كوم۔ده ووئيل نن دواړو هېوادونو د پشين مند بارډر ماركيټ پرانسته وكړه دغسې نور 6 ماركيټونه به هم جوړولې شي او د دې نظام څخه به نه يواځې په منطقه كښې خوشحالي راشي بلكې د پرمختګ نوې سفر به هم پېل شي۔ده ووئيل دا منصوبه به د ايران او پاكستان ترمينځه تجارتي روابط او پرمختګ او خوشحالۍ له سنګ ميل وګرځي۔وزيراعظم ووئيل مونږ د 100 ميګاوات ټرانسمېشن لائن هم پرانسته وكړه كوم څخه به چې د ګوادر وګړي مستفيد شي۔ده ووئيل د بده مرغه دا پروژه د څو كلونو څخه د التوا ښكار وه او دا تاخير د ايران لخوا نه بلكې د پاكستان لخوا ؤ ۔ده ووئيل د ايران او پاكستان ترمينځه د برېښنا او پېټروليم په څانګو كښې بې پناه ګنجائش موجود دے٬په دې اړه د ايران صدر سره تفصيلي سره خبرې وشوې٬زه هيله لرم چې د دواړو هېوادونو اولس پرمختګ او خوشحالۍ لپاره به په دې لړ كښې پېشرفت كولې شي٬مونږ به ستونزې او خنډان لرې كوو۔وزيراعظم ووئيل نن د ايران صدر سره د شمسي توان څخه په برېښنا پیدا كونكې پروژه هم خبرې شوي په كومه چې د ايران صدر اتفاق كړے۔په دې لړ كښې به زمونږ ډله ډېر زر تهران ته ځي او مونږ هيله لرو چې د ايران څخه به هم زمونږ وروڼه پاكستان ته راشي۔وزيراعظم د ايران صدر له يو ځل بيا د پاكستان دورې بلنه وركړه ٬ ده ووئېل زمونږ د اسمبلۍ موده د اګست په 16مه نېټه ختمېږي٬زه هيله لرم چې هغوي د دې مودې اختتام څخه وړاندې پاكستان ته راشي او مونږ ته به د مېلمستيا موقع راكړي۔د پاكستان اولس د دې دورې په طمعه دے۔وزيراعظم شهباز شريف د نيمې وچې د عظيم شاعر علامه اقبال ذكر كولو كښې ووئيل علامه اقبال په ايران كښې د اقبال لاهوري په نامه يادېږي۔وزيراعظم ووئيل په كال 1947 كښې كله چې پاكستان آزاد شو نو ايران وړومبے هېواد ؤ چا چې پاكستان په سمدستي توګه تسليم وكړو او كله چې په ايران كښې په كال 1979 كښې انقلاب راغلو نو پكستان وړومبے هېواد ؤ چې د انقلاب ايران تائيد ئې وكړو٬دا زمونږ تاريخ دے۔وزيراعظم ووئيل نن په دې تاريخي ورځ به مونږ له پريكړه كول وي چې د دواړو هېوادونو اولس او مشرانو له په ګډه د دواړو هېوادونو پرمختګ او خوشحالۍ لپاره انقلاب راوستل وي٬دا مشكل كار نه دے۔ده ووئيل د ايران صدر ابراهيم رئيسي نن ډېرې ښې خبرې كړي٬د ايران او پاكستان ترمينځه پوله د مينې٬ورورولي او پرمختګ او د څوكالۍ پوله ده٬دا د امن او سلامتيا علامت ده ٬ لهذا د بارډ سكيورټي په اړه د چا په ذهن كښې كوم كنفيوژن نه دے پكار٬دواړه هېوادونه به دا پوله د امن او سلامتيا بارډر جوړولو لپاره خپل ټول صلاحيتونه كاروي۔ده ووئيل ما په دې اړه تجويز وركړر ؤ چې بارډر سيكورټي ميكنزم لا مربوط كړے شي دغسې چې د دواړو هېوادونو اولس په زړونو كښې د بېلتون اچولو عزم خاورې كړې شي۔وزيراعظم په دې موقع د ايران سپريم ليډر او د ايران اولس ته د پاكستان لخوا سلام وكړو او باور يې وركړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د پرمختګ دا سفر به په تندۍ سره خپل منزل ته ورسي۔د دې څخه وړاندې د ايران صدر دستورې ته په خپله وېنا كښې ووئيل ايران او پاكستان پخوانۍ د ورورولۍ اړيكې لري٬د دواړو هېوادونو اولس په مذهبي رشتو تړلې شوي٬د پاكستان او ايران په اړيكو كښې ورځ په ورځ اضافه كېږي۔ده په پروژه د پاكستان حكومت او اولس ته مباركي وركولو سره ووئېل مونږ د توان په څانګه كښې د پاكستان سره تجارت ته وده وركول غواړو٬د پروژې څخه به د دواړو هېوادونو ترمينځه د روزګار موقعې راپېدا شي۔د منصوبې په تكميل كښې د شاملو ټولو كسانو مشكور يم۔ده ووئيل د منطقې ټولو مسئلو حل د خبرو اترو د لارې ممكن دے۔د توان وزير خرم دستګير دستورې ته په خپله وينا كښې ووئيل ګبد پولان ټرانسمېشن لائن رېكارډ موده كښې بشپړ كړے شوے٬ دې پروژې څخه د پاكستان او ايران ترمينځه د پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي۔ده ووئيل د ګوادر د توان ضروريات به پوره شي او دلته به صنعتي پرمختګ راشي۔د توان وفاقي وزير د پروژې په پرانسته د ايران صدر ابراهيم رئيسي او د وزيراعظم شهباز شريف مننه وكړه۔ده ووئيل د بارانونو او سېلابي صورتحال باوجود دا منصوبه ريكارډ موده كښې بشپړه كړې شوې٬د دې پروژې څخه به د پاكستان او ايران ترمينځه اړيكې لا مستحكمې شي
د ايران او پاكستان ترمينځه د برېښنا او پېټروليم په څانګو كښې د مرستې بلها ګنجائش موجود دے٬ 100 ميګاواټ ګبد-پولان برېښنا ترسيلي پروژه د پاك ايران اړيكو كښې د نوې باپ اضافه ده۔وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں